د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا سېنېټ له ایران سره د اېټمي تړون د ردولو هڅه ناکامه شوه


د امریکا په سېنېټ کې له ایران سره د نړيوالې اېټمي موافقې د ردولو لپاره په لومړي ځل د رایو اخیستو هڅه ناکامه شوه.

د قرارداد د بریالیتوب لپاره شپېتو رایو ته اړتیا وه، خو پرون يې نتیجه د ۴۲ په مقابل کې ۵۸ راووته چې دوې رايې کمي وې. اکثره ډیموکراټانو د قرارداد په مخالفت او جمهوري غوښتونکو یې بيا په ملاتړ کې رايې ورکړې.

د امريکا ولسمشر سمدستي د جمهوري غوښتونکو په مخالفت کې بريا اعلان کړه او زياته يې کړه چې دا رايې د ډپلوماسۍ، د امريکا د ملي امنيت او د نړۍ د ژغورنې او امنيت لپاره د بريا په مانا دي.

اوباما زياته کړه، پرمخ به موږ د موافقې د عملي کولو او باوري کولو کولو لپاره سخت کار ته پام اړوو چې دا ډول ايران اېټمي وسله تعقيب نه کړي.

بلخوا جمهوري غوښتونکې خپلې ماتې منلو ته تيار نه دي او د سېنېټ د اکثريت مشر ميچ مېکونل ژمنه کړې چې دا رايې به د سېنېټ وروستۍ پرېکړه نه وي بلکې دی به بله اونۍ بيا رايه اچونو ته انتظامات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG