د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې دوه نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي


د خېبر ایجنسۍد روغتيا د څانګې مشر ډاکټر نیاز محمد مشال راډيو ته ویلي دي چې د خېبر ایجنسۍ په تیرا او لواړګي کې د ګوزڼ دوې تازه پيښې مخې ته راغلي دي چې د اسلام آباد د (این آی اېچ) لیبارټري لخوا یې تصديق هم شوی دی.

په نوو ګوزڼ وهلو ماشومانو کې د يوه تعلق له تیرا مستک سره دی او بل د لواړګي میرداد خیلو سیمې سره اړه لري.

چارواکي زياتوي چې له دې پيښو سره سږ کال په خېبر ایجنسې کې د ګوزڼ د پيښ، شمېر اووو (۷) ته او په ټوله فاټا کې لس (۱۰) ته ورسېدی.

بلخوا په ټول پاکستان کې د روان کال پر مهال د ګوزڼ ۳۲ پيښې ثبت شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG