د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د تصفیې لپاره عملیات پیل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

افغان چارواکي وايي د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ د تصفیې په موخه یې عملیات پیل کړي دي. حکومتي چارواکي وايی دوی د تیرې میلادي میاشتې په شپږویشتمه نېټه له دې ولسوالۍ تکتیکي په شاتګ کړی و.

په هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو دمطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په رالیږل ښوې یوه خبرپاڼه کي راغلي دي چي دغه عملیات يې دموسي کلا ولسوالۍ څخه وسلوالو دویستلو او تصفيې په خاطر پیل کړي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چي ددې عملیاتو دپاره دکندهار ۲۱۵ اتل،دهرات ۲۱۷ظفر،دکابل د۱۱۱ فرقې او په هلمند کي د۲۱۵میوند قول اردو سرتیرو برخه اخستي ده.

خبرپاڼه وايي تر اوسه افغان امنیتي ځواکونه د کوم خاص مقاومت سره نه دي مخ شوي خو امنیتي ځواکونو د تصفیې د پیلولو پرمهال ډول دول ماینونه کشف او خنثي کړي دي.د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي په دې عملیاتو کي دافغان پوځ هوايي ځواکونه هم برخه لري.

راپورونه وايي موسی کلا د تیرې میلادي میاشتې په ۲۶ نیټه وسله والو ونیوله خو حکومت بیا د یادې ولسوالۍ د یوشمیر سیمو څخه د تاکتیکي په شاتګ خبر ورکړ او دایې ونه منله چې ګواکې ټوله ولسوالي یې له لاسو وتلې ده.

تراوسه وسلوالو ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG