د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان دې د حقاني ډلې پر ضد صادقانه کاروايي وکړي”


افغان حکومت د پاکستان هغه دعوه بې ځايه بللي چې وايي حقاني وسله وال ډله يې ځپلې ده.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتره بيګانۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډېر ثبوتونه يې پاکستان ته ورکړي چې د حقاني شبکې علاوه ځينې نورې ترهګرې ډلې او ترهګر اوس هم د پاکستان په خاوره کې شتون لري او پکار ده پر ضد يې صادقانه کاروايي وشي.

د پاکستاني وزيراعظم د قامي امنيت سلاکار سرتاج عزیز د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پاکستان کې يې د حقاني شبکې مرکزونه وران کړي دي.

تر دغې يوه ورځ مخکې د امريکې د قامي امنيت سلاکارې سوزن راييس د اسلام اباد د سفر پر مهال له پاکستانه غوښتې چې د حقاني ترهګرې ډلې پر ضد دي کوټلي ګامونه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG