د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند موسی کلا کې جګړه ۳۰ طالبان او ۱۵ افغان سرتیري وژل شوي


انځور له ارشیفه اخیستل شوی
انځور له ارشیفه اخیستل شوی

دافغانستان د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي په موسی کلا ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او وضعیت عادي حالت ته راګرځیدلی دی.

ددې ولایت ویاند عمرځواک مشال راډیو ته وویل چې دې ولسوالۍ ته تازه دمه سرتیري استول شوي دي.ښاغلي ځواک تایید کړه چې د تیري شپې په حمله کې ۱۵ افغان سرتیري وژل شوي دي.

د موسی کلا ولسوال تیرهورځ مشال راډیو ته ویلي وو که چیري دغه ولسوالۍته اضافه سرتیري وانستول شي دغه ولسوالي به سقوط وکړي.

د یو بل خبر له مخې د نورستان په دوآب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او یو شمیر افغان سرتیري ټپي شوی دی.وسله والو طالبانو تردامهاله ددې دواړو پيښو په اړه څه نه دي ویلي.

هلته د افغانستان دملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې اووه ټنه انفجاري مواد یې نیولي دي.

له دغه ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې چې دغه مواد په یوه هینو ډوله موټر کې چې د هرات پلیټ یې در لود تر بوټو او لرګیو لاندي ځای پرځای شوي وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوې چې حقاني شبکې غوښتل چې دغه چاودیدونکي امونیم نایټریټ مواد له جنوبي وزیرستان څخه لومړی ارګون او بیا لوګر ولایت ته انتقال کړي.

دملي امنیت عمومي ریاست وايي چې دیادو موادو سره په تړاو یو تن هم نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG