د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ غواړو”


د تاجکستان او ترکمنستان ولسمشرانو په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې شخړې د هواري غوښتنه کړې او له افغان حکومته یې د نړیوالې ټولنې پر قوي ملاتړ ټینګار کړی.

د تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو په عشق اباد کې له خبرو وروسته په افغانستان کې د ستونزو د هواري او سولې د ټینګښت لپاره خبرې اترې یوازینۍ حل لاره بللې ده.

امام علي رحمان او قربان قلي بیردي محمدوف په رسمي اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د زور او پوځي ځواک په کارولو ستونزې نه هواریږي.

د افغانستان د دې دوو ګاونډیو هېوادونو مشران په داسې حال کې د افغانستان پر وضیعت خپلو کې خبرې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان هغه سیمې هم نا امنه شوې چې د دې هېوادونو پولو ته نږدې پرتې دي.

داسې اندېښنې شته چې ښايي سخت دریځه وسله وال له افغانستانه خپل فعالیتونه د منځنۍ اشیا دې هېوادونو ته پراخه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG