د لاسرسي ځای

تازه خبر

“افغان سرتېرو په فاریاب کې مهم پر مختګونه کړي”


د افغانستان پوځ وايي ، په فاریاب ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال یې مهم پرمختګونه کړي دي.

د امنیتي ځواکونو یو ویاند جګړن محمد رضا رضايي د دوشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په قیصار ولسوالۍ کې په پرونیو پوځي عملیاتو کې د خواجه کینتي په ګډون پراخې سیمې بیرته نیول شوې دي.

ده وویل، دا سیمه له تیرو درو کلونو راهیسې د طالبانو او بهرنیو وسله والو اډه وه چې اوس ازاده شوې ده .

رضايي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې نولس وسله وال وژل شوي او اولس ټپي شوي دي.

د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د پرونیو عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو څلور غړي هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG