د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر شجاع خانزاده ترسره شوی برید وغندلو


د پنجاب د کورنیو چارو پخوانی وزیر شجاع خانزاده
د پنجاب د کورنیو چارو پخوانی وزیر شجاع خانزاده

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پر شجاع خانزاده شوی مرګونی برید غندلی دی. د سفارت لخوا د ګل په ورځ په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې د امریکا حکومت د پنجاب ایالت د کورنیو چارو په وزیر شجاع خانزاده ترسره شوی برید په سخته غندي او د پېښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي ښکاره کوی.

په اعلامیه کې راغلي چې دامریکا متحده ایالات د پاکستاني ولس او حکومت سره د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې ژمن دي. اعلامیه وايي د پاکستان د هوډ ملاتړ کوي چې غواړي د پېښې ترشا لاس لرونکي به د قانون منګولو ته سپاري.

د پنجاب حکومت د کورنیو چارو د وزیر شجاع خانزاده په مړینه د درې ورځني ماتم اعلان کړی دی. نوموړی د اتوار په ورځ د اټک په شادي خان سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.په دې پېښه کې د پولیسو په وینا ۱۸ کسان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي وو.

د مشال راډیو خبریال غلام غوث د ارواښاد خانزاده حجرې ته ورغلی او هلته یې د ړنګې شوې حجرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

د شجاع خانزاده په مړینه درې ورځنی ویر اعلان شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:47 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG