د لاسرسي ځای

تازه خبر

لشکر ګا : یو پولیس خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي دي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د افغانستان د هلمند ولایت دامنیه قوماندانۍ یوې سرچیني دنوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تیره شپه یو ځايي پولیس خپل پنځه ملګري په ډزو وژلي دي. پولیس وايي د قاتل د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دی.

سرچینه وايي د تښتيدلي پولیس دقیق هویت مالوم نه دی او دځان سره يي دپوستي ټولي وسلي او مهمات هم وړي دي.

څو ورځي وړاندي په ګرشک ولسوالۍ کې هم یوه پولیس خپل شپږ ملګري ووژل او په تیښته بریالی شو.

دهلمند والي میرزاخان رحیمي تیره ورځ په یوه نظامي غونډه کي ددغه مرموزو وژنو په اړه دهلمند امنیتي مسئولینو ته خبرداری ورکړ چې ،که چیري ددغو ډول وژنو دمخنيوي ترڅنګ دامنیت په برخه کي ژر تر ژره مثبت تغیر رانولي ، له دندو به يي لیري کړي.

تراوسه ددغه وژني پړه چا په غاړه نه ده اخستي.

په افغانستان کې وخت په وخت داسې پېښې رامنځ ته شوي چې د افغان ځواکونو د یو شمیر سرتیرو لخوا په بهرنیو ځواکونو او یا هم پخپله په افغان سرتیرو ډزې ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG