د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په کیوبا کې خپل سفارت پرانیستی


د امريکا د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ په کیوبا کې د خپل هیواد نوی سفارت پرانست او دا ګام يې د دواړو هیوادونو لپاره ګټور وباله.

په هوانا کې د امریکا پر سفارت د بیرغ پورته کولو په مناسبت په خپله وینا کې جان کري وویل: ((موږ نن دلته راغونډ شوي یو ځکه چې زموږ مشرانو ولسمشر بارک اوباما او جمهور رئیس راول کاسترو یوه زړوره پریکړه وکړه چې له دې وروسته باید د تیروخت اسیران نه اوسو .بلکې د نن او سبا ورځې پر فرصتونو تمرکز وکړو))

امريکا په کیوبا کې د ۱۹۵۹ م کال له انقلاب وروسته له هوانا سره خپل سفارتي روابط پرې کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG