د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ:چاودنې درې پاکستاني عسکر وژلي


په خیبر ایجنسۍ کې چاودنې د پاکستاني پوځ د یو کپټن په ګډون درې عسکر وژلي دي.

دا خبره د دې پوځ د عامه اړیکو د څانګې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بېګا مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل چې دا پېښه د چارشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په لرې پرته سیمه تیرا سندانه کې رامنځ ته شوې ده.

دې چارواکي وویل چې پر امنیتي ځواکونو دا چاودنه هغه وخت د ښخ کړل شوي بم په وسیله وشوه چې دوی د وسله والو پر ضد د پرمختګ په حال کې وو.

د لښکر اسلام وسله والې ډلې ویاند صلاح الدین ایوبي نن مشال راډیو ته وویل چې دا برید دوی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG