د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید څلور وسله وال وژلي


په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې څلور مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

امنیتي او استخباراتي چارواکو تېره شپه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، بېګانی برید د دته خېلو په لوړې منډۍ سیمه کې شوی چې پکې وژل شوي وسله وال بهرنیان دي.

دوی زیاتوي، ډرون الوتکې د حقاني شبکې وسله والو یو مرکز په نښه کړ. دا د روان کال پر مهال په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو لسم برید وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG