د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلخ ولایت کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي


د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د بلخ امنیه قومنداني د امنیت امر عبدالرازق قادري نن(شنبه) مشال راډیو ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو د ډېریدو او په اړه یې د خلکو شکایتونو د ډېریدو په اړه دغه عملیات پيل کړي دي.

قادري وايي چې دغه عملیات بېګا شپه پيل شوي چې تر دوو ورځو به ادامه ولري.

هغه د دې عملیاتو پرمهال افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG