د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو پر ځنډېدو خپګان ښودلی


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو پر ځنډېدو د خپګان ښودلی.

بېګا ماښام د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې هیله وښوده چې د خبرو بل پړاو ژر تر سره شي.

تر دې مخکې تېر مازیګر د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي ول، د ملا عمر مړینې رپورټونو له کبله د پیدا شوي صورتحال او د افغان طالبانو مشرتابه په غوښتنه د سولې خبرې ځنډوي. هلته د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطا الله لودین بېګا له مشال راډيو سره په خبرو کې پر پاکستان د خبرو ځنډولو تور پورې کړ

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې زیاتوي، د افغانستان د سولې لپاره به هلو ځلو ته دوام ورکوي. ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو استازو تر منځ به نن په مري ښار کې خبرې کېدې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG