د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لښکر جنګوي مشر خاورو ته وسپارل شو


د پاکستان د لښکر جنګوي وسله والې ډلې مشر ملک اسحاق د جنازې په مراسمو کې نن د هغهَ په سلګونو ملاتړیو او خپل خپلوانو برخه واخیسته.

نوموړی د چارشنبې پر ورځ په پنجاب کې د یوې نښتې پر مهال ووژل شو. د جنازې په مراسمو کې برخه والو د پاکستان حکومت پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې دوی به خپل غچ واخلي.

ملک اسحاق په خپل پلرني ټاټوبي رحیم یار خان کې، په سخت امنیت کې خاورو ته وسپارل شو.

هغه د خپلو دوو زامنو په ګډون له دیارلس وسله والو سره تیره ورځ هغه وخت ووژل شو چې ملګرو یې د ده د ازادولو لپاره د پولیسو پر هغه کاروان برید وکړ چې دوی يې له ځانه سره وړل

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG