د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر ایران بندیزونه ښايي ۶ میاشتو کې نرم شي'


له جان کېري سره د امریکا غږ فارسي څانګې مرکه واورئ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:32 0:00

له جان کېري سره د امریکا غږ فارسي څانګې مرکه واورئ

د دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت په شورا کې د ایران اټومي تړون پر قرارداد د رایې اچونې په اړه جان کیري وویل، د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر تړون د باور ښکارندويي وکړه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي، که ایران د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره شوی اټومي تړون عملي کړي نو ښايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې ورباندې د غرب لګېدلو بندیزونو لرې کولو عمل پیل شي.

له امریکا غږ راډیو سره د ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي وویل، خو په دې برخه کې ایران ته ځېنې کارونه کول په کار دي:

«ځېنې کارونه دي چې ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته کول په کار دي او هغه موضوعات باید حل کړل شي. نو چې ټولې ستونزې هوارې شي نو بیا به په بندیزونو کې نرمي کېږي. نو ښايي په دې کې شاوخوا شپږ میاشتې ولګي. اصلاً دا ګرانه ده چې کره وخت وټاکل شي ځکه چې دا په دې منحصره ده چې څه کېږي»

د دوشنبې یا ګل پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت په شورا کې د ایران اټومي تړون پر قرارداد د رایې اچونې په اړه جان کیري وویل، د نړۍ ځواکمنو هېوادونو پر تړون د باور ښکارندويي وکړه:

«د دې رایې اچونې مانا دا ده چې خلک هیله من دي چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې تحول یا بدلون راروان دی. [د امنیت په شورا کې هېوادونو] د تړون په حق کې رایه ورکړه. هغوی په ویانا کې د ایران او نړۍ شپږو هېوادونو تر منځ د سلانامېپه ملاتړ رایه ورکړه او زه فکر کوم چې دا پر هغه تړون د باور ښکارندويي کوي او دا د ایران او ګردې نړۍ د راتلونکې په اړه د امېد یا هیلې څرګندونه کوي»

جان کیري وویل، د امریکا کانګرس دوه میاشتې وخت لري چې له ایران سره د شوي تړون په اړه رایه ورکړي او که کانګرس دا تصویب یا منظور کړ نو بیا به یې عملي کېدل پیل شي. د ده په وینا، همدا وجه ده چې د سېپټېمبر میاشت به ډېره مهمه وي.

کیري وویل، په بشپړه توګه د تړون له عملي کېدو سره به د ایراني ولس د ژوند معیار لوړ شي:

«که تړون په بشپړه توګه عملي شي نو د ایران ولس به د ژوند ښه معیار او د هغو بندیزونو د لرې کېدو شاهد شي چې د کاروبار، سوداګرۍ، پانګونې او نورو داسې شیانو مخه یې نیولې. نو که تړون په بشپړه توګه عملي شي نو ډېر ښه کارونه به وشي»

کیري وویل، دوی په خبرو کې یوازې اټومي موضوعاتو ته توجه ورکړه. د ده په وینا، د نړۍ ځواکمنو هېوادونو که پر نورو موضوعاتو خبرې کړې وای نو ښايي تر ۱۰ کلونو خبرې روانې وای.

کیري په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو موضوع ته په اشاره زیاته کړه چې امریکا به «یقیناً هېڅ کله په ډېموکراسۍ او د خلکو حقونو او بشري حقونو باور پرېنږدي او تل به د دې لپاره درېږي»

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG