د لاسرسي ځای

تازه خبر

“که د فاریاب ولایت وضعیت ته پام ونه شي ممکن سقوط وکړي “


د افغانستان د فاریاب ولایتي شورا وايي، که مرکزي حکومت د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پام ونه کړي، ممکن ځینې ولسوالۍ يې له سقوط سره مخ شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سېشنبې پر ورځ د المار ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو د دې ولسوالۍ د ستراتیژیکو سیمو د سقوط خبر ورکړی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د فاریاب ولایت ته یې د عملیاتو لپاره د ځانګړو پولیسو قطعه لیږلې ده او ډېر ژر به د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون راشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG