د لاسرسي ځای

تازه خبر

“صوبایي حکومت دې د ملالې یوسفزۍ هلي ځلې په رسمي توګه وستایي”


د خیبر پښتونخوا مدنې ټولنې له صوبايي حکومته غوښتنه کړېده چې د امن او تعلیم لپاره دي د ملالې یوسفزۍ هلي ځلې په رسمي توګه وستايي.

دا غوښتنه د سېشنبې په ورځ ناوخته د پېښور په مطبوعاتي مرکز کې د مدنې ټولنې له خوا د ملالې یوسفزۍ د اتلسمې کلیزې د لمانځلو پر مهال شوې ده.

ملاله یوسفزۍ د جولايي پر دولسمه نېټه اتلس کلنه شوه. نوموړې د خیبر پښتونخوا د سوات ده او په ۲۰۱۲م کال کې طالبانو له دې کبله په ډزو ویشتلې وه چې دې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG