د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناحکومتي ادارې سېف دي چلډرن دفترونو خلاصېدو غوښتنه


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي، داسې هېڅ نړیوالې ناحکومتي ادارې ته به د کار اجازه ورنکړي چې د پاکستان ګټو او امنیت ته زیان رسوي.

بېګا ماښام د سېنېټ غونډې پر مهال چې د جمیعت علمای اسلام (ف) سېنېټر حافظ حمد الله د ناحکومتي ادارې سېف دي چلډرن دفترونو بیا خلاصولو غوښتنه وکړه نو چودري نثار علي خان وویل، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په پاکستان کې نړیوالې ناحکومتي ادارې کار کوي خو د هغه هېواد د قوانینو هېڅ پابندي نه کوي.

ده وویل، د پاکستان حکومت د سېف دي چلډرن د دوو بهرنیو کارکوونکو ویزې منسوخې کړې او دا مهال د هغې ادارې هېڅ بهرنی کارکوونکی په پاکستان کې نشته. چودري نثار علي خان زیاته کړه چې د پاکستان امنیت او ملي ګټو ته زیان رسوونکو ناحکومتي ادارو ته به د نورو هېوادونو او نړیوالو ادارو د فشار باوجود د کار اجازه ورنکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG