افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو په ناسته کې ګډون کوي.
دغه ناسته د راتلونکي زیارت او جمعې پر ورځو د روس په اوفای ښار کې جوړېږي.
ټاکل شوې د شنګهاي سازمان په سرمشریزه کې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو ، د داعش ډلې د فعالیتونو او د ایشیا او یورپ د امنیت په اړه خبري وشي.
ولسمشر غني به د یادي غونډې په څنډو کې د شنګهاي سازمان د غړو هېوادونو له چارواکو او د د روس له ولسمشر سره هم وګوري.