د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر لوی څارنوال ساه ورکړه


حشام برکات په روغتون کې ساه ورکړه.
حشام برکات په روغتون کې ساه ورکړه.

د مصر لوي څارنوال چې نن په قاهره کې د هغه د موټرو په کاروان بمي چاودنه کې ټپي شوی و، په روغتون کې مړ شو.

د مصر عدلیې وزیر احمد الزیند وویل، حشام برکات په روغتون کې ساه ورکړه.

دا بمي چاودنه له هغه وروسته وشوه چې په مصر کې د اسلامي دولت ډلې ملاتړو د خپلو شپږو ملګرو له اعدام وروسته د قضا پرکارکوونکو د حملو اعلان وکړ.

وسله والو تېره میاشت په سینا دښته کې دوه تنه قاضیان په ډزو وژلې ول.

د مصر لوی څارنوال برکات د محمد مرسي د رژیم له ړنګېدو وروسته په زرګونو اسلامپالي محاکمه او په سلګونو یې په اعدام محکوم کړیدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG