د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غور ولايت کې د بیا رغونې ۶۷ پروژې بشپړې شوې


په غور ولایت کې د بیا رغونې ۶۷ پروژې تر بشپړیدو وروسته ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د دې ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس تاج محمد زلال مشال راډیو ته وویل چې یادې پروژې په دولتیار، دولینه، ساغر، تولک او چارصدې ولسوالیو کې بشپړې شوي او ۷۹۵۳ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

په دې پروژو کې استنادي دیوالونه، د اوبو کانالونه، محافظوي دیوالونه، د څښلو د اوبو زخیرې او داسې نور شامل دي.

دغه پروژې د ملي پیوستون پروګرام له لارې ۷۴ میلیونو افغانیو په لګښت بشپړې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG