د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان حکومت دې پر پارلمان د برید ځواب ووايي"


د افغانستان پر ملي شورا د تیرې ورځې له خونړۍ ځانمرګي برید وروسته د ولسي جرګې غړي وایي چې افغان ولسمشر اشرف غني او لوړپوړي امنیتي چارواکي باید ددغه پېښې په باب ځواب ووايي.

د ملي شورا غړیو نن «سېشنبه» د یوې ځانګړې غونډې پرمهال وویل، چې افغانان دا مهال د پاکستان له شومو سازشونو سره مخامخ دي او باید حکومت خپله تګلاره روښانه کړي.

دوي همدارنګه په خپلو تندو څرګندونو کې له ولسمشره وغوښتل باید سپیناوی ورته ورکړي چې له پاکستانيو چارواکو سره یې د پردې ترشا پر کومو مسایلو خبرې کړې او په کومو دلایلو یې له پاکستان سره استخباراتي پوهاوی لیک لاسلیک کړی.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د ملي شورا پر ودانۍ د ډلیز برید له امله دوه تنه ووژل شول او له دېرشو ډېر ټپیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG