د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې پر یوې کلیسا په برید کې نهه کسان وژل شوي


د امريکا د جنوبي کیرولاینا ايالت پر يو کليسا په ډزو کې نهه کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د چارشنببې پر شپه اته کسان د چارلسټن ښار په يو تاريخي افريقايي-امریکايي کليسا ((ايمېنيول افريکن مېتوډسټ چرچ)) کې دننه ووژل شول او نهم کس چې ژوبل شوی وو وروسته یې سا ورکړه.

يو بل ژوبل کس بيا روغتون ته ورسول شو. تر پيښې وروسته پوليسو د يو سپين پوستي مشکوک ځوان لټون پېل کړی چې عمر يې تر ۲۰ کلونو زيات ښودل کېږي.

د ښار د پوليسو مشر ګرېګري مولن دا بريد يو کرکجن جرم وباله او زياته يې کړه چې دا يو نه اټکل کېدونکی عمل دی چې يو څوک کې دې په اوسنۍ ټولنه کې کليسا ته ننوځي او هلته دې د عبادت کوونکو کسانو ژوند واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG