د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان د اېدک قبیلې د ستنېدو راجسټرېشن پیل شوی


د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل ته د اېدک قبیلې د ستنېدو لپاره د نوم لیکلو لړۍ پیل شوې ده.

د نوم لیکنې دې بهیر لپاره حکومت د اېدک قبیلې پر لسو کسانو مشتمله کمېټۍ جوړه کړېده.

دوی وايي هڅه کوي چې تر روژه وړاندې د یادې قبیلې نوم لیکنه وکړي او هغوی خپلې سیمې ته ستانه کړي.

د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې له تېر یوه کاله راهسې د پاکستاني پوځ د روانو عملیاتو له کبله تر لس لکه زیات خلک بې کوره شو چې زیاتره د خیبر پښتونخوا په بنو کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG