د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان په ځینو ولایتونو کې ۱۱۰ وسله وال وژل شوي"


د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تیرو۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۱۰ وسله وال وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وایي چې په همدې موده کې د ملي اردو ۸ سرتیري هم په جلا پيښو کې وژل شوي دي.

د یو بل خبرله مخې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په ننګرهار، کندز، بدخشان، کندهار، زابل، ارزګان، کاپیسا، غزني، خوست او بادغیس کې عملیات شوې دي چې په کې څوارلس مخالفان وژل شوي او د دوی نهه تنه ټپیان شوې دي.

په دې عملیاتو کې پولیسو، پوځیانو او د ملي امنیت ځواکونو برخه اخیستې وه.

د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG