د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما پلان لري عراق ته عسکر واستوي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د اسلامي دولت ډلې سره د مبارزي په اړه يې د جمهوریت غوښتونکو تر انتقاد وروسته دا منلي وه چې د دغې ډلې په هکله يو بشپړ ستراتيژي نلري، غواړي ډیر ژر په عراق کې د امریکایي ځواکونو شمیر زیات کړي.

سپینه ماڼۍ پلان لري چې له عراقي ځواکونو سره د مرستي لپاره تر زرو پوري نور روزونکي او سلاکاران عراق ته واستوي، که څه ګومان کېږي چې دغه شميره به تر ۵۰۰ پوري وي.

د ولسمشر اوباما اداره په عراق کې د نورو عسکرو د ځاي پر ځاي کولو لپاره غواړي په انبار ولایت کې یوه نوې پوځې اډه جوړه کړي. په دې ولایت کې د اسلامي دولت ډله مرکزونه لري.

د عراق په رمادي او د شام پالمريا ښارونو کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلي د وروستيو کاميابيو، د اوباما د ادارې د هغې ستراتيژي په هکله شکونه پيدا کړي چې د امريکا په هوايي ځواک او د عراق په ځمکي ځواک باندې تکيه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG