د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا به له افغانستانه سره مرستو ته دوام ورکړي


د افغانستان لپاره د اسټرالیا د انکشافي مرستو مسوول له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې د خپل هیواد د مرستو په دوام ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې وویل چې سکاټ کلیهیرد اسټرالیا له سفیر مټیو انډرسن سره یوځای له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.

د اسټرالیا د انکشافي مرستو مسوول ښاغلي کیلیهیر ویلي چې هیواد یې تر دریو کلونو پورې سل سل میلیونه ډالره افغانستان ته ورکوي او د لویو لارو په جوړولو او د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

افغان ولسمشر د اسټرالیا مرستې ستایلي او ټینګار یې کړی چې د ښاري پراختیا د پلانونو په تطبیق کې دې د اسټرالیايي متخصصینو مشوره واخیستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG