د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې بمبارۍ یو شمېر کسان وژلي


افغان چارواکي وايي، د خوست ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې پرون د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کې يو شمېر کسان وژل شويدي.

د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان تېره ورځ مشال راډيو ته وويل پرون يو شمېر وسلوالو چې غوښتل يې د خپل يو وژل شوي قومندان لپاره قبر وکني چې پرې بې پيلوټه الوتکو بريد وکړو.

په دغه بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه متضاد رپورټونه دي. ځنې چارواکي بيا وايې چې په دې کې څوارلس کسان وژل شوي دي.

طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو بمبارۍ شل ملکي کسان وژلي دي. خو ازادو سرچېنو د دې خبرې پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG