د ایران په جنوب ختیځ چابهاربندرکې سلګونه کانټینرونه سره لمرته پراته دي.
د ازادۍ سوداګرۍ دا سیمه پر ایران د نړېوالو بندیزونو له امله له لسیزو راهیسې له کاره پریوتی دی.
ایراني چارواکي هیله مند دي چې چابهاربندربه چې د هند سمندرته د ایران یوازینی لار بلل کیږي، د نړېوالې پانګونې او سوداګرۍ په مرکز بدل شي.
دا بندربه چې په سیستان بلوچستان ولایت کې موقیعت لري، له ایران سره د منځنی او جنوبي اسیا د هېوادونو سوداګرۍ ته هم لاره پرانیزي.
ایران د نړۍ له قوتونو سره د خپل اټمي پروګرام په اړه خبرې کوي او د موافقې په صورت کې به تهران خپل حساس اټمي فعالیتونه بندوي او نړېوال به پرایران لګوي شوي بندیزونه کم کړي.
خو د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د سوداګرۍ لپاره د ازادې سیمې په توګه د چابهار بندرفعالیدل به ژر ممکنه نه وي.
راپورونه وايې، په دې سیمه کې چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې د ازادۍ سیمې په توګه وپیژندل شوه لا دمخه شاوخوا ۲۰۰ کمپنۍ موجودې دي.
د دې کمپینوله ډلې څخه سم نیمايې يې د افغانستان، خلیج هېوادونو او د پاکستاني سوداګرو دي.
۳۰ په سلو کې کمپنۍ په چین او یو شمېر نورو اسیايې هېوادونو پورې تړواو لري او شل په سلو کې بیا د لویدیځو هېوادونو دي.