د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د بجلۍ نشتوالی له کبله فصلونه په وچېدو دي


د بلوچستان کروندګر وايي د بجلۍ د کمي له کبله یې فصلونه په وچېدو دي.دا خبره په بلوچستان کې د کروندګرو د سازمان مشر عبدالرحمان بازی د پنجشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل، د پاکستان وفاقي حکومت باید له دوی سره امتیازي چلن بند کړي.

د بلوچستان د پلان جوړونې او پرمختګ وزیر ډاکټر حامد خان اڅګزي وویل ، وفاقي حکومت د بجلۍ په مسله کې له بلوچستان سره پر کړو وعدو عمل نه کوي.

خو په بلوچستان کې د بجلۍ وېشلو ادارې مشر بلیغ الزمان مشال راډیو ته وویل چې یو خوا بجلي کمه ده او بلې خواته یې کروندګر په غیرقانوني توګه استعمالوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG