د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر کاشغر- ګوادر راهدارۍ د هر چا غږ اورو'


نواز شریف ټول ګوندیزې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، سیاسي مشران د خپلو تحفظاتو بیانولو حق لري او غږ به یې واورول شي.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف پر سیاسي مشرتابه ټینګار وکړ، چې،د هېواد د ګټې لپاره دې پر چین – پاکستان اقتصادي پروژه یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

نوموړي وویل، جوړجاړی او پخلاینه باید یو دود وګرځول شي چې د ملک په کچه ټولې مسلې په ګډه سره هوارې کړل شي.

د زیارت پر ورځ »۲۸م می» په اسلام اباد کې وربلل شوې ټول ګوندیزې غونډې ته په وینا کې هغه وویل، سیاسي مشران د خپلو تحفظاتو بیانولو حق لري او غږ به یې واورول شي.

خو نوموړي وویل، پر قامي مسلو موږ ټول باید په یوه غږ او یوه دریځ مخ پر وړاندې وخوځېږو. ده وویل، له دې سره به چین ته هم یو ښه پیغام ولاړ شي چې د پاکستان ټول ولس د اقتصادي راهدارۍ پروژې لپاره یوه خوله دي.

وزیر اعظم نواز شریف وویل، دا ستره پروژه د پاکستان لپاره د یوې پیلاې حثیت لري. هغه وویل، له چینه رابهېدونکې پانګه د پاکستان په تاریخ کې ساری نه لري او د دې شاباشۍ ټولو سیاسي ګوندونو ته ځي.

د پلانینګ وفاقي وزیر احسن اقبال د ټول ګوندیزې غونډې برخوالو ته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د کاشغر – ګوادر اقتصادي راهدارۍ پروژې لاندې جوړېدونکو پرمختیايي منصوبو و تجویزونو ته وروستۍ بڼې ورکولو لپاره به د سیاسي ګوندونو کاري ډله جوړېږي او د همدې کاري ډلو له منظورۍ پس به پرمختيایي او تعمیراتي منصوبو ته وروستۍ او حتمي بڼه ورکول کېږي.

ده وویل، ټول سیاسي ګوندونه دې خپل استازي وټاکي، هغوی ته وښيي چې له کاشغره تره ګوادره غځېدونکې د ممکنه اقتصادي پروژې کارونه چېرته ترسره کېږي.

د پښتنو ملتپالو ګوندونو عوامي نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او دغه ډول مذهبي ګوندونو جمعیت اعلماء اسلام ف او نظریاتي، پاکستان پیپلز پارټي، تحریک انصاف او ګڼ نور ګوندونه د پاکستان مسلم لیګ ن په مشرۍپر مرکزي حکومت تور لګولی چې د کاشغر-ګوادر اقتصادي راهداري یې له خېبر پښتونخوا او بلوچستانه له تېرېدو پرځای پنجاب ته اړولې ده. ځکه خو وفاقي حکومت له دغه تورونو د ځان سپینولو لپاره په دویم ځل د ټولو ګوندونو غونډه وربللې.

XS
SM
MD
LG