د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: د استخباراتي هوکړه لیک پر متن به له سره غور وشي


India -- Afghan President Ashraf Ghani gestures as he speaks during a business meeting in New Delhi, April 29, 2015
India -- Afghan President Ashraf Ghani gestures as he speaks during a business meeting in New Delhi, April 29, 2015

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د هوکړه لیک متن حتمي نه دی او پر دې به له سره غور کېږي.

کابل: د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د هوکړه لیک متن حتمي نه دی او پر دې به له سره غور کېږي.

دا خبره یو افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته کړېده. دې چارواکي ویلي چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ له یو شمېر سیاسي شخصیتونو او جهادي مشرانو سره د دې هوکړه لیک پر ځینو برخو بحث کړی دی.

ولسمشر اشرف غني پر دې سلا شوی دی چې له دې هوکړه لیک څخه به هغه مواد لیرې کیږي چې د اختلاف وړ دي.

چارواکي ویلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې - ای. اېس. ای - له خوا د افغانستان د ملي امنیت د کارکوونکو روزنه ، د ازادي غوښتونکو په وړاندې مبارزه او د دواړو هېوادونو له خوا یو د بل په خاوره کې د استخباراتي ادارو پرانستل هغه د اختلاف وړ مواد وو چې بحث ورباندې وشو او ښایي د هوکړه لیک له متن څخه لېرې کړل شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي او د ارګ د مشورتي غونډې یوه ګډونوال قاضي محمد امین وقاد هم ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د شوې غونډې د ګډون والو وړاندیزونه واورېدل او له هغه ورسته یې وویل چې د هوکړه لیک په متن کې به بدلون کېږي.

قاضي محمد امین وقاد زیاته کړه چې د غونډې ډېرو ګډونوالو د هوکړه لیک په متن کې د هغې مادې پر لرې کولو ټینګار کاوی چې د ( ازادي غوښتونکو ) اصطلاح په کې کارول شوې وه هغه ځکه چې په افغانستان کې ازادي غوښتونکي نشته.

نوموړي زیاته کړه چې ولسمشر غني د غونډې له ګډون والو سره پر دې خبره سلا شو او ویې منله چې دې مسلې ته به پام کوي او بدلون به پکې راولي.

د افغانستان استخباراتي ادارې – ملي امنیت - د پاکستان له استخباراتي ادارې - ای. اېس. ای – تر منځ د دې هوکړه لیک د لاسلیک کېدو خبره په تېره اونۍ کې مخې ته راغله.

دا له هغه ورسته وه چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د دې ملک د استخباراتي ادارې – آی ایس آی – مشر رضوان اختر په یو ناڅاپي سفر کابل ته ولاړل.

د دې هوکړه لیک په اړه د خبرونو تر خپرېدو ورسته ملي شورا او مدني ټولنو د افغان حکومت د دې پرېکړې مخالفت وکړ او دا هوکړه لیک یې تر ډېره حده د پاکستان په ګټه وبالی.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي ، په افغانستان کې دننه د دې هوکړه لیک په اړه راپورته شوي اختلاف ولسمشر اشرف غني دې ته اړ کړ چې پر متن یې له سره غور وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ د دې هوکړه لیک پر وړاندې د مخالفتونو په غبرګون کې ویلي وو چې افغانستان په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو کې هم له پاکستان سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

تر اوسه د افغانستان د ملي امنیت ریاست او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای. اېس. ای تر منځ د دغه تفاهم لیک متن نه دی خپور شوی

XS
SM
MD
LG