د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پرمختللو پوهنتونونو زدهکوونکي ولې ترهګري کوي؟


کراچۍ کې د اسماعلیه فرقې وژل شوي کسانو مړي په روغتون کې
کراچۍ کې د اسماعلیه فرقې وژل شوي کسانو مړي په روغتون کې

په پېښور پوهنتون کې تاسو وګورئ په هاسټلونو کې داسې لټریچر خپرېږي چې هغه سختدریځۍ ته لار هواروي.

تېره اونۍ د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ادعا وکړه چې په کراچۍ کې په اسماعیلي شییعه ګانو په برید او د بشري حقونو ساتونکې سبین محمود په وژنه ککړ کسان يې نیولي دي ــــ دغه شان حکومتي چارواکو وویل چې نیول شويو کسانو د هېواد له ډېرو معیاري پوهنتونونو زده کړې کړې دي او په مالي لحاظ هم پیاوړي دي.

تراوسه ډېرو څیړنکارانو فکر کاوه چې ګنې د ټولنې د ښکته طبقو ځوانان د خپلو محرومو له کبله د سختدریځۍ پر لور ځي ـــــــــــ او یا دا چې ډېر وسله وال له دیني مدرسو زده کړې کوي خو ــــــ په اسلام اباد کې د یوې څېړنېزې ادارې مشر ډاکټر اشرف علي وايي ــــ په سیمه کې د بې قرارۍ او د ریاست د پالیسیو له کبله اوس د سختدریځۍ فکر د ټولنې ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.

« تر دې مخکې که موږ وګورو که د ستمبر یوولسمه پیښه وه او که په میډرډ او لندن کې ترهه ګر بریدونه ول ــــ نو په هغو کې ککړ د ډېرو لویو تعلیمي ادارو لکه له لندن سکول اف اکنامکسه فارغ شوي ول. او که چیرې په پاکستان کې د بهر ملکي خبریالانو په وژنه کې ککړ خلک ول نو هغوی هم له لویو پوهنتونونو زده کړې کړې وې. د ترهه ګرۍ یوه وجه نه ده، مختلف احساسات دي ـــ د ترهه ګرۍ وجه یوازې غریبي یا د پیسو نیشتوالې نه دی»

په پېښور کې د بشري حقونو ساتونکې دفاع کوونکې ثنا اعجاز وايي ـــ په ټول هیواد او په خصوصي توګه خیبر پښتونخوا کې زدهکوونکو ته داسې نصاب ښودل کیږي چې ورسره یو خو هغوی له خپل تاریخه ناخبره پاتې شي او بل خوا داسې ذهنونه يې جوړ شي ــــــ چې وروستو بیا د مذهبي سختدریځو هم خیال او ملګري جوړ شي.

«په پېښور پوهنتون کې تاسو وګورئ په هاسټلونو کې داسې لټریچر خپرېږي چې هغه سختدریځۍ ته لار هواروي. د مذهبي سیاسي ډلو د زده کوونکو سازمانونه د کتابونو مېلې کوي چې ډېر کتابونه د نفرت او تشدد تبلیغ کوي. تاسو نن په پوهنتون کې د موسیقۍ یوه غونډه جوړه کړئ نو د دغه ډلو خلک به مو ورته پرېنږدي. او دا خبره خو په ریکارډ ده چې د موسیقۍ غږولو له کبله په زده کوونکو تشدد هم شوی دی او وژل شوي هم دي.

آیا تعلیمي ادارې د نوي کهول خسمانه داسې کوي چې هغوی په راتلونکې کې د خپلې خاورې په ابادۍ او پرمختیا او سولې پر ځای کولو کې څه کردار ولوبوي؟ په دې اړه د سیاسي او ټولینزو چارو کارپوه ډاکټر خادم حسین وايي ــــــــــ له بده مرغه د امن او خېرښېګړې تعلیم خورول د ریاست په ترجیحاتو کې نه دی شامل ــــــــ ډاکټر خادم حسین نور وايي:

«په کاغذونو کې خو د پالیسۍ جوړولو عمل خو بهرحال شته خو چې کله عمل ته راشي نو داسې ښکاري چې پالیسي هډو شته نه. داسې ښکاري چې د پاکستاني اسټیبلیشمنټ تصور داسې دی چې په تعلیم پیسې لګول او هغې ته وده ورکول، او د هغې د خلکو حفاظت کول او هغه په امن سره مخکې بوتلل او د هغوی د ذهني او جسماني امنیت خیال ساتل ورته فضول خرڅي ښکاري. د دې په ځای که یو ټوپک واخلي، بم جوړ کړي یا میزایل جوړ کړي نو هغه ورته ډېر مهم کار دی. او له دې سره يې هېوادپالنه او مینه تړلې ده.

په پاکستان کې له یوې مودې د دیني مدرسو او تعلیمي ادارو په نصاب کې د اصلاحاتو غوښتنه کیږي خو د ریاست ځینې پالیسیو او مذهبي ډلو د مخالفت له کبله دغه اصلاحات تراوسه عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG