د مېنګورې تاڼې پولیسو مشال راډيو ته وویل، وسله والو د سې شنبې یا نهې پر ورځ سهار وختي په تاج چوک کې د احسان الله په نوم پر پولیس ډزې وکړې او ویې واژه.
د دوی په خبره، په حمله کې یو لاروی ژوبل شو.
چارواکي وايي، تر برید وروسته یې د وسله والو نیولو په تکل د لټون عملیات پیل کړي دي.
د برید پړه لا چا نه ده منلې.
په سوات کې وخت په وخت وسله وال د امن لښکرو پر غړو او مشرانو او پولیسو بریدونه کوي.