د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په پاکستان کې د تشدد مخه نه نیول د حکومت او استخباراتي ادارو ناکامي ده”


د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي، په ښاري سیمو کې د فرقه ییزه تشدد مخه نه نیول د دې هېواد د حکومت او استخباراتي ادارو ناکامي ده.

د یاد سازمان مشرې زهرا یوسف د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په کراچۍ کې پر شعیه ګانو له شوي بریده داسې ښکاري چې حکومت د وسله والو ډلو پر ضد کومه څرګنده تګلاره نه لري.

په کراچۍ کې د اسماعیلي فرقې پر وګړو د تېرې چارشنبې پر ورځ شوي برید په پاکستان کې د فرقه ییز تشدد تر ټولو تازه لویه پېښه ده چې په کې ۴۳ کسان وژل شوي وو.

د بريد پړه جند الله ډلې پر غاړه اخستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG