د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په شمالي وزیرستان کې یې د بمبارۍ پر مهال شپږ وسله وال وژلي.
پوځي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، تازه بمباري نن (جمعه) سهار وختي په شوال کې شوې چې پکې ۱۱ وسله وال ژوبل هم دي.
د دوی په خبره، په بمبارۍ کې د وسله والو څلور پټنځایونه ړنګ کړل شوي دي.
وسله والو لا څه نه دي ویلي او ازادو سرچینو هم تر اوسه د پوځ دعوو پخلی نه دی کړی.