د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې د کرکټ پر یوه لوبغالي برید ۲ کسان وژلي


راپورونه وايي،د پنجشنبې پر مازیګر د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د شګې په کلي کې وسله والو د کرکټ د لوبې پر یو لوبغالي برید کړی.

دوه تنه یې ځای پر ځای وژلي، درې تنه ټپیان شوي او یو شمېر کسان یې له ځان سره بیولې دي.

ځینو عیني شاهدانو په ډزو کې د درې میرمنو د ټپي کېدو خبره هم کړې.

د پکتیا امنیتي چارواکو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته پېښه تایید کړې او دا یې هم ویلي چې یو شمېر کسان د لوبو له میدان څخه وسله والو له ځان سره بیولي چې د راخوشې کېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

د سیمې اوسیدونکو مشال راډیو ته ویلي چې تر پېښې وروسته د سیمې په روغتون کې د ټپیانو د درملنې لپاره موضف ډاکټران هم نه وو موجود چې له کبله یې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضیعت نور هم خراب شوی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG