د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لغمان کې ٨ وسله وال وژل شوي


د افغانستان په لغمان ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک مشال راډيو ته ویلي،چې د دولت وسله والو مخالفينو نن (جمعه) سهار وختي شاوخوا څلور نیمې بجې د مهترلام ـ الینګار پر غځيدلې لاره د محلي پوليسو پر امنيتي پوستې برید وکړ،چې وروسته دواړو غاړو ترمنځ نښته پيل شوه،چې تر یوه ساعته پورې دوام وکړ.

ځواک وايي په دې نښته کې اته تنه وسله وال وژل شوي او اووه تنه نور زخميان شوي دي.

د نوموړي په خبره د دولت د وسله والو مخالفينو په ډزو کې اووه تنه محلي پولیس او پينځه تنه ملکي وګړي هم زخميان شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفينو د يادې پيښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG