د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان:دوه وسله وال ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان په لغمان ولایت کې يو تن وسله وال وژل شوی او یو ژوبل شوی دی.

دیاد ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک نن (پنجشنبه) سهار مشال راډيو ته وويل:

تېره شپه خوا اوشا نهه بجې الینګار ولسوالۍ ته نزدې د شورابې په سيمه کې په سړک د ماین ښخولو په وخت وسله والو باندې چاودنه شوې چې پکې د جمشيد په نوم یو وسله والوژل شوی او بل ملګرې ژوبل شوې دې.

سرحدي ځواک زیاتوي جمشيد په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو له ډلې يو تن مشهور ماین جوړونکي و چې په ډېرو ترهه ګریز فعاليتونو کې يې لاس درلوده.

د يادې پيښې په اړه وسله والو طالبانو رسنيو ته تر دې دمه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG