د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په ایران کې به د افغان کډوالو ستونزې هوارې شي"


د افغانستان د کډوالو او ستنېدو د چارو وزارت هیله ښودلې ده چې په درو میاشتو کې به په ایران کې د افغان کډوالو د ویزې ستونزې هوارې شي.

د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرات د پنجشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو له لوري یوې کمیټې ته دنده سپارلې شوې ده چې د افغان کډوالو ستونزو ته د حل یوه لاره پیدا کړي:

ده وویل ، هیله لري چې تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به په ایران کې و مېشتو افغانانو ته ویزې ورکړل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې هیواد کې د ثبت شویو شاوخوا یونیم میلیون افغان کډوال تر څنګ هم دومره ښمېر په ناقانونه توګه هلته اوسېږي.

افغان ولسمشر اشرف غني په روانه اونۍ کې ایران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG