د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغان ولسمشر له روسیې سره اړیکې پراخول غواړي"


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې ولسمشر اشرف غني غواړي له روسیې سره اړیکې پراخ کړي.

د راپورونو له مخې محمد حنیف اتمر د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې ترڅنګ د چارشنبې پر ورځ د روسیې بهرنیو چارو له وزیرسرګي لاوروف سره په مسکو کې وکتل.

حنیف اتمر وویل چې د دواړو هېوادو ترمنځ په ځانګړي توګه په دفاعي برخه کې همکاري مهمه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې مسکو به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې او د مخدرموادو د مخنوي په برخه کې له افغانستان کې همکار واوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG