د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مزارشریف کې یو ځانمرکي بریدګر ونیول شول


د افغانستان د بلخ ولایت د مزارشريف ښار له کارته شفاخاني سره يو ځانمرګی بريدګر ملي امنيت ځواکونو نیولي دي.

د بلخ ولايت د دفتر لخوا بېګاه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کس یې د سېشبې پر ورځ نيولی دی او اختر محمد نوميږي.

د چارواکو په خبره نیول شوی سړی د غزني ولایت اوسېدونکی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کس شل کلن دی، خپل جرم يې منلی دی او ويلي يې دي چې زده کړې يې له افغانستانه د باندې تر لاسه کړي دي.

د چارواکو په خبره دغه تن د حقاني شبکې له غړيو څخه يو دی چې پر افغان امنيتي ځواکونو او دولتي چارواکو د حملې په مقصد بلخ ولايت ته لېږل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG