د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

په کابل کې د سړي تښتوونکو یو مشر نیول شوی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کابل کې یې د سړي تښتوونکو د یوې خطرناکې ډلې مشر نیولی دی.

د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر وایي چې د ګران اقا په نوم دغه کس هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې د کابل ښار په لسمې ناحیې کې یو سوداګر وتښتوي.

له نوموړي سره یوه بې غږه تفنګچه هم نیول شوې ده.

دوی وایي چې نیول شوی کس د افغانستان د فواید عامې وزارت د مرستیال احمد شاه وحید او د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د یو تن صراف د پیسو په غلا کې هم مهم رول درلود.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

په پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس نوې پېښې ثبت شوي

یوه ډاکتره د کابل په روغتون کې د کورونا وایرس ناروغ درملنې پر مهال

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر ۵۶،۳۴۹ لوړ شوی دی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په هغه هېواد کې د مې ۲۵مې تر سهاره، کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ۱،۱۶۷ کسان وژلي خو ورڅخه ۱۷،۴۸۲ جوړ شوي هم دي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰،۵۸۲ ته لوړ شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې ۲۵مې تر سهاره په هغه هېواد کې ټول ۲۱۸ کسان له ناروغۍ مړه شوي او ۱،۰۷۵ ورڅخه رغېدلي دي.

امریکا پاکستان ته د کورونا وایرس ضد مبارزې لپاره شپږ میلیونه ډالر ورکوي

په کراچۍ سېول روغتون کې ډاکتر د کورونا وایرس مشکوک ناروغ درملنې پر مهال

امریکا د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې لپاره د پاکستان حکومت ته د اضافي شپږ میلیونه ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفیر پال جونز د مې پر ۲۴مه، د اختر مبارکۍ په ویډیويي بیان کې وویل، دا پیسې به د کووېډ - ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیاپالانو د روزنیز بهیر پر پراخولو، په روغتیايي مرکزونو کې د وایرس خپرېدو مخنیوي او په زیاتو ځپلیو سیمو کې د خلکو د معاینې لپاره د څلورمې ګرځنده لېبارټرۍ پر جوړولو لګېږي.

په پاکستان کې روغتیاپالانو په وروستیو کې د مناسبې روزنې نه کېدو له وجې شکایت کړی او حکومت هم منلې وه چې د لا زیاتې او ځانګړې روزنې اړتیا ده.

همداراز، په هغه هېواد کې سلګونه روغتیاپالان د درملنې پر مهال د کورونا وایرس ښکار شوي.

د امریکايي سفارت بیان زیاتوي، له تازه اعلان سره، پاکستان ته امریکايي مرستې ۲۱ میلیونه ډالرو ته لوړې شوې دي.

تر دې مخکې واشنګټن، د وایرس پر وړاندې د مبارزې په موخه له پاکستان سره د ۱۵ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه کړې وه.

په سوات کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي

د سوات پولیس وايي، په مټه کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي دي.

د مټې د تاڼې یوه افسر شاه دوران د مې ۲۴مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وویل چې د اتوار پر ورځ یوه کس خپله واده شوې خور او یو سړی ویشتلي.

دی وايي، ملزم یې نیولی او وسله یې هم ورڅخه اخیستې.

شاه دوران زیاتوي چې پولیسو دا پېښه ناموسي وژنه بللې او د ملزم ضد یې رپورټ دایر کړی دی.

په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ناحکومتي اداره (اوېکنېنګ) وايي، په مارچ او اپرېل کې په سیمه کې شپږ ښځې د پت په نوم وژل شوې دي.

د ایران لویدیځې سیمې زلزلې ولړزولې

آرشیف

د ایران په لویدیځ کې کوه کیلویه او بویر احمد ولایتونه د مې پر ۲۴مه، یوې زلزلې ولړزول.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د مې پر ۲۴مه وویل چې د دې زلزلې زور د ریښتر په پیمانه پنځه اعشاریه یو درجې وو.

ایرنا خبري آژانس، د تهران پوهنتون د جیوفزیک انستیتیوت په حواله وايي چې زلزله په سیمه ییز وخت د ماسپښین په شل کم دوو بجو وشوه او مرکز یې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې وو.

سمدستي د دې زلزلې د انساني تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ایران د ځمکې په هغه موقعیت کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.

د افغانستان په سرپل کې یو شمېر ښځو د اختر لمونځ ادا کړ

دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

د افغانستان په سرپل ولایت کې د مې پر ۲۴مه، یو شمېر مېرمنو د اختر په لمانځه کې ګډون وکړ.

د سرپل د ښځو د چارو رییسې نبیلا حبیبي مشال راډیو ته وویل چې د سرپل د امام خرد سیمې په جامع جومات کې شاوخوا ۱۰۰ مېرمنو د اختر لمونځ په جماعت ادا کړ خو نوموړې زیاته کړه چې دوی د عامې روغتیا وزارت ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیولې وې.

مېرمن حبیبي زیاته کړه چې دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

د اسراییلو د وزیراعظم خلاف عدالتي کارروايي پیل شوې

نتنیاهو د مې پر ۱۷مه په پنځم وار د وزیراعظم په حیث لوړه وکړه.

د اسراییلو د وزیراعظم بینیامین نتنیاهو پرضد د درغلیو مقدمه، د مې له ۲۴مې څخه، د بیت المقدس په یو عدالت کې پیل شوې ده.

نوموړی لومړی برحاله اسراییلی وزیراعظم دی چې پرضد یې جنايي تحقیقات کېږي او هغه به عدالت ته وړاندې کېږي. بینیامن نتنیاهو دا مقدمه سیاسي ځورونه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي یوه اوونۍ وړاندې په پنځم ځل د یووالي د حکومت د مشر په توګه سوګند وکړ.

نوموړي تر درو بې نتیجو انتخاباتو او تر یو کال سیاسي ځنډ وروسته سوګند پورته کړ.

هند او بنګلا دېش کې توپان مالي او ځاني تاوانونه اړولي

توپان د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

په ختيځ هند او بنګلا دېش کې امفان نومي توپان له ۱۰۰ زيات کسان وژلي او ميليونونه يې بې کوره کړي دي.

چارواکو د مې پر ۲۳مه وويل چې دا په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو لوی توپان دی چې د مې پر ۲۰مه په سيمه کې راغلی او تر دې وروسته سخت بارانونه شوي.

د هند په غربي بنګال ایالت کې لږ تر لږه ۸۰ او په بنګلا دېش کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو خبرونه راغلي.

د توپان له وجې په هغو سيمو کې د ژوند د نورو سهولتونو ترڅنګ فصلونو ته هم زښت زيان اښتی دي.

د غربي بنګال اعلا وزيرې ممتا بېنرجې پرون وويل چې توپان دې ملي ناورين وګرځول شي او له وفاقي حکومت يې مرستې غوښتې دي.

سيمه يیزو چارواکو ويلي دي چې د توپان له وجې ۱۵ میليونه کسان اغېزمن شوي او تر يو ميليون زيات کورونه ړنګ شوي دي. هغوی وايي سيمې ته د خواوشا ۱۳ اربه ډالرو تاوان رسېدلی.

زيراعظم نريندر مودي د توپان ځپلې سېمي څخه لیدنه هم کړې ده.

هانګ کانګ: پر مظاهره کوونکیو اوښکې بهوونکی ګیس استعمال شوی

دا مظاهرې له هغې وروسته پېل شوې چې د چين حکومت پر هانګ کانګ د خپلو قوانینو د عملي کولو اعلان وکړ.

راپورونه وايي، د مې پر ۲۴مه، د هانګ کانګ پولیسو په جمهوريت پلوو مظاهرينو اوښکې بهوونکی ګېس کارولی دی.

د مې په ۲۴مه دا مظاهرې له هغې وروسته پېل شوې چې د چين حکومت پر هانګ کانګ د خپلو قوانینو د عملي کولو اعلان وکړ.

د چين حکومت د مې په ۲۱مه د داسې قوانينو عملي کولو وړاندیز وکړ چې له مخې به یې استخباراتي ادارې په دې ښار کې فعاليت کولی شي.

هانګ کانګ خودمختاره حیثيت لري او د چين له خوا پکې د نوو قوانينو عمل کېد د دې حثیت تروړل ګڼل شوي دي.

له همدې وجې یې خلکو په خلاف مظاهرې پېل کړي دي. په پلان کې ده چې د چين پارليمان به د جون په څلورمه دا وړاندیز شوي قانوني مسوده منظور کړي.


ایران کې حکومت ټولبند نرم کړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ايران حکومت د ځينو کاروبارونو، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړې ده.

ولسمشرحسن روحاني د مې په ۲۳مه پر سرکاري ټيليويژن کړو خبرو کې وويل د اختر په پېل سره د تاریخي ځایونو او موزیمونو دروازې د خلکو په مخ خلاصېږي.

خو هغه زیاته کړه چې خلک دې له يوه بله فاصله وساتي او په روغتیایي سپارښتنو دې کلک عمل وکړي.

ایران هم د هغو هیوادونو په قطار کې دی چې کورونا وایرس زیات ځپلي دي. د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د مې تر ۲۴مې په هغه هیواد کې ۱۳۳ زره نه زیات کسان کورونا ځپلي، ۷۳۵۹ ترې مړه شوي خو ۱۰۴ زره نه زیات ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

فواد چودري: د سپوږمۍ جنترۍ له مخې د مې ۲۴مه د اختر ورځ ده

انځور له ارشیفه

د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير وايي، د هغوی د وزارت لخوا د جوړې کړل شوې سپوږمۍ جنترۍ له مخې په پاکستان کې د مې پر ۲۴مه د وړوکي اختر ورځ ده.

فواد چودري په اسلام اباد کې د مې پر ۲۳مه خبري غونډې ته وويل چې په سانګړ، پسنۍ، جيونۍ، بدين او ټټه کې د مې د ۲۳مې په ماښام د مياشتې د ليدو امکان دی.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د مې پر ۲۲مه د پېښور قاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدين پوپلزي وار له مخې اعلان کړی چې د مې پر ۲۴مه به په پاکستان کې د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.

هلته د پاکستان حکومتي رويت هلال کميټۍ به د مې پر ۲۳مه ماښام په کراچۍ کې د اختر مياشتې لېدو لپاره غونډه کوي.

خو فواد چودري وويل چې وزیر اعظم دفتر ته يې وړانديزونه لېږلي چې د نورو اسلامي هېوادونو پشان پاکستان کې هم د مې پر ۲۴مه، د وړوکي اختر ورځ ده.

تر دې په وړاندې کلونو کې لیدل شوي چې د روژې او وړوکي اختر پر سر د اختلاف له کبله په خیبر پښتونخوا کې په یوه او په نور پاکستان کې په بله ورځ اختر وي.

خوست کې د ماین اېښودونکو څلور کسیزه ډله نیول شوې

خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي وسله وال.(ارشیف)

د افغانستان د خوست ولایت چارواکي وايي، څلور داسې کسان یې نیولي دي چې ماینونه به یې ښخول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو دا کسان په لکڼو سیمه کې په داسې وخت کې نیولي چې ماین یې ښخولو.

هغه وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د وسله والو داسې ۱۵ ماینونه شنډ کړي دي چې هغوی پر لویو لارو ښخ کړي وو.

دا تر اوسه نه ده معلومه چې نیول شوي کسان په کومې وسله والې ډله پورې تړلي دي.

چین دې د هانګ کانګ ولسي ازادۍ ته احترام وکړي: پامپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د چین له خوا په هانګ کانګ کې د ملي امنیت سازۍ په خپل لاس کې اخیستل غندلي دي.

مایک پامپیو د مې پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي، د چین داسې پرېکړه چې د هانګ کانګ د قانون سازۍ طریقه کار او د ولس خوښه له پامه وغورځوي، د هغې خپلواکۍ د مرګ نښه به وي د کومې چې چین په ۱۹۹۷م کال کې له دې سیمې سره ژمنه کړې وه.

د مایک پامپیو په وینا، چین باید خپل دې ورانوونکي وړاندیز ته له سره کتنه وکړي، خپلې نړیوالې زمه وارۍ پوره کړي او د هانګ کانګ د پراخې خپلواکۍ، جمهوري ادارو او ولسي ازادۍ احترام وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که چین د هانګ کانګ د ملي امنیت سازۍ چارې په خپل لاس کې اخلي نو امریکا به غبرګون وښيي خو هغه د غبرګون څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی.

امریکا د چین ګڼ شرکتونه په تور لېسټ کې اچولي

د چین بېرغ

امریکا د چین تر۳۰ زیاتې کمپنۍ او ادارې په اقتصادي تور لېسټ کې اچولې دي.

دا خبر د مې پر ۲۲مه د امریکا د تجارت وزارت پر ویبپاڼه ورکړل شوی دی.

خبر لیکي چې په دې کې د چین یو حکومتي اداره او اته کمپنۍ هم شاملې دي.

پر هغوی تور پورې شوی دی چې د چین په لویدیځ کې یې په سینک یانګ کې د اېغور مسلمانانو او نورو لږکیو پرضد له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

دا د دې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې تازه ګام ګڼل کېږي چې له اېغور مسلمانانو سره د چلند پر سر چین ته سزا ورکړي او هغه کمپنۍ په نښه کړي چې ښايي د چین له پوځ سره همکاري کوي.

په غزني کې اووه وسله وال وژل شوي

د افغان هوايي ځواکونو بریدونه، ارشیف

د افغانستان د غزني ولایت چارواکي وايي د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند وحید الله جمعه زاده د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، تېره شپه ناوخته د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړنده د مېتر ګوډلو په کلي کې افغان هوايي ځواکونو د ملا ذاکر په ګروپ عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې د سرګروپ ذاکر په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ژوندي نیول شوي دي.

په دغه عملیاتو کې د وسله والو اړونده یو عراده موټر او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

جمعه زاده زیاتوي، په دغه عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو په وړاندې پوځي او هوايي عملیات زیات شوي دي او حکومت هغوی د زیاتو زیانونو د وراوښتو راپورونه ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

په کوهاټ کې د پولیسو یو افسر وژل شوی

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د پولیسو یو ایس ایچ او وژل شوی او بل عسکر ټپي شوی دی.

د کوهاټ د پولیسو ویاند فضل نعیم په وینا، دا پېښه د مې پر ۲۲مه ماښام مهال په لاچۍ نومي سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې پر ایس ایچ او نذر عباس او عسکر یې هغه مهال برید شوی چې هغوی په ګشت روان وو.

چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.

د جمال خاشقجي زامنو د خپل پلار قاتلان وبخښل

د جمال خاشقجي زوی صالح خاشقجي

د سعودي عرب وژل شوي خبريال جمال خاشقجي زوی ويلي دي چې د پلار وژونکي يې بخښلي دي.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې په ترکې کې په سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوی وو.

صلاح خاشقجې د مې پر ۲۲مه په ټويټر پاڼه ليکلې چې د دوی کورنۍ د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت هغه کسانو ته بخښه وړاندې کوي چې د جمال خاشقجي د وژني ذمه واره ول.

جمال خاشقجي په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې په خپلو ليکنو کې د سعودي عرب پر حکومت سختې نيوکې کولي.

سعودي چارواکو ویلي ول چې د خاشقجي وژنه کې رياست ککړ نه وو بلکې ځينې باغي عناصرو دا کار کړی وو.

خو سعودي چارواکو وروسته خپل بيان بدل کړو او ويلي وو چې خاشقجي هېواد ته راستنولو لپاره د عملیاتو پر مهال وژل شوی وو او په ډېسېمبر مياشت کې هغو پنځو ملزمانو ته د مرګ سزا ورکړه چې د خاشقجې وژنې کې ککړ وو.

ملګرو ملتونو د دې پېښي بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې وه.

امریکا کې د کورونا ځپلو په یاد جنډۍ نیمه ځوړنده

انځور له اریشفه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي د کورونا وایرس له کبله د مړو شویو امریکایانو د یادولو لپاره به راتلونکې درې ورځې د دغه هېواد ملي جنډۍ نیمه ځوړند وي.

ده دا خبره د مې پر ۲۲مه په خپله ټویټرپاڼه کړې.

هغه ویلي د فدرال ادارو په ټولو ودانیو او ملي څلیو به د امریکا جنډۍ نیمه ځوړنده وي.

ټرمپ زیاته کړې چې دوشنبه به د امریکايي نارینه او ښځینه عسکرو د درنښت لپاره چې د امریکا لپاره ‌یې زیاتې سرښندنې کړي بیرغ نیم ځوړند کړي.

د امریکا ولسمشر بېګا میشیګان ایالت ته تللی و او هلته ‌یې هم د کورونا وایرس په خاطر د امریکایانو د سختیو یادونه وکړه.

ټرمپ زیاته کړه: "موږ په خپلو زړونو کې د هغو ټولو کسانو یادونه تازه ساتو چې له لاسه مو ورکړي. موږ ډېر کسان له لاسه ورکړل. یو کس هم زیات دی، خو موږ ډېر زیات کسان (د دې ویروس په خاطر) چې له چین راغی له لاسه ورکړل. دا باید په چین کې ختم شوی وی، خو هغوی یې مخه ونه‌ نیوله. د یوه غښتلي ملت په توګه موږ له خدایه ټولو روغتیاپالانو ته اجر غواړو چې ډېر فوق‌العاده کار یې وکړ لکه د جنګیالیو په شان دي."

په امریکا کې نېږدې ۱۶ لکه کسان په کورونا وایرس اخته دي چې له ډلې يې نېږدې ۹۵ زره تنه مړه شوي.

امریکايي مقاماتو د چین حکومت تورن کړی چې د کورونا وایرس د مخنیوي په چارو کې یې بېغوري کړې او ټوله نړۍ یې په عذاب اخته کړې ده.

د ننګرهار د چپرهار ولسوال په یو ځانمرګي برید کې ټپي شوی

د افغانستان په نقشه کې ننګرهار ولایت

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمد صدیق دولتزی او زوی یې د مې پر ۲۱مه په یوه ځانمرګي برید کې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې دولتزی د خپل کار له دفتره کور ته روان و چې برید پرې شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي: "د یو کس له‌ خوا چې د معلوماتو پر بنسټ ۱۷ کاله عمر یې درلود، د هډې فارم د ګودامونو په سیمه کې ځانمرګی برید شوی. له نېکه مرغه برید کې څوک وژل شوی نه ‌دی. ولسوال او زوی یې برسېرن ټپیان دي، روغتیايي وضعیت‌ یې د ډاډ وړ دی."

د دې برید مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه‌ دی اخیستی.

تر دې مخکې د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.

په ننګرهار کې طالبان او داعش وسله‌ وال دواړه پر حکومتي اهدافو بریدونه کوي.

افغان ځواکونو هرات کې د ۱۴ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا کوي

د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان د هرات ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانانو په شمول تر ۱۰ زیات وسله ‌وال په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد په دې اړه د مې پر ۲۱مه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې چې د پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ترسره شول، شاوخوا ۱۴ تنه طالبان چې د دې ډلې قوماندانان هم په ‌کې شامل دي، وژل شوي دي."

فرهاد زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د وسله ‌والو طالبانو یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له‌ منځه وړل شوي دي او مرکزونه ‌یې ویجاړ شوي دي.

وسله ‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم او سپین بولدک لارې د ستنېدونکې افغانانو پرمخ خلاصې

له پاکستانه د تورخم په لاره راستنېدونکي افغان مسافر

نن جمعه او سبا شنبه د تورخم او سپین بولدک لارې د افغانانو پر مخ له یوې غاړې خلاصې دي.

دا خبره په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوک پاڼه کړې ده.

سفارت له هغو افغانانو چې د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر په پاکستان کې ایسار پاتې دي غوښتي چې له دې فُرصته په ګټې اخیستو افغانستان ته ستانه شي.

لسګونه زره افغانان چې د کاروبار یا هم درملنې لپاره پاکستان ته تللي د کرونا ویروس له امله د دروازو د تړل کېدو په سبب د پولې هاخوا ایسار پاتي.

دوی ته یو وار په حمل/ وري میاشت کې اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته دننه شي او په څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۶۵ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شول چې ورسره د کرونا ویروس د انتقال وېره او اندېښنه اوج ته ورسېده.

په لومړي سر کې د تورخم له لارې راستنو شویو افغانانو ته د قرنطین کمپ هم ولګول شو چې د خلکو ګڼې ګوڼې دا چاره سمه سر ته ونه‌رسوله.

په افغانستان کې نږدې نهه زره کسان کرونا نیولي چې له ډلې یې څه باندې ۱۹۰ کسان مړه شوي.

په ګاونډ پاکستان کې بیا ۴۸ زره کسان کرونا لري چې له ډلې یې څه باندې زر تنه مړه شوي.

"په اختر کې په خپلو کورونو کې پاتې شئ"

انځور له ارشیفه

د کورنیو چارو وزیر بریګیډیر (ریټایرډ) اعجاز شاه په ولس غږ کړی دی چې د اختر په ورځو کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د روغتیا منل شوي اصول عملي کړي.

نوموړي د مې ۲۱مه د پاکستان په سرکاري راډیو په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې که چیری ولس د روغتیا اصول عملي کړي نو ناروغۍ به خوندي وي او نور ډېر اخترونه به ولمانځي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا وزیراعلا سلاکار اجمل وزیر هم مې پر ۲۱مه په پېښور کې یو خبري کانفرانس ته په وینا کې په خلکو غږ کړی چې په اختر کې په کورونو دننه پاتې شي او د ولسي واټن ته پام وکړي.

نوموړی زیاته کړې چې په صوبه کې ۲۰۰ قرنطین مرکزونه پرانستلې چېرته چې د کورونا ناروغانو درملنې لپاره ۵۵۰ کټونه اېښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د کورونا ناروغانو شمېره ۶۸۱۵ ته پورته شوې ده.

د بلوچستان حکومت ټولبند تر ۲۲جون وغځاوه

په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل

د بلوچستان حکومت په صوبه کې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د جون تر دویمې پورې د ټولبند غځولو فيصله کړي.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شهواني، د مې پر۲۰مه، مشال راډيو ته وویل چې په صوبه کې دوکانونه خلاص دي خو د ګاډو پر تګ راتګ بنديز دی.

تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير شوکت يوسفزي، د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته ويلي ول چې له جمعې يانې د مې له ۲۲مې وروسته به تر يوې هفتې پورې مکمل ټولبند وي او په دې کې به هېڅ قسمه رعايت نه کوي.

صوبايي حکومتونو دا څرګندونې په داسې وخت مخي ته راغلي چې دا ويره څرګندېږي چې د اختر په موقع به خلک د ګنې ګونې ځايونو ته ورځې چې د کورونا وايرس د خپرېدو خطر زیاتولای شي.

بلخوا ځينو ډاکټرانو د مې پر ۲۰مه مشال راډيو سره په خبرو کې اندېښني ښودلې ‌چې د اختر خوشحالې لمانځلو پر مهال د کورونا وایرس د خورېدو خطر زيات دی نو باید چې احتیاطي تدابیرو ته دې پوره پاملرنه وشي.

ټولې خواوې دې په افغانستان کې شخړې کمې کړي: خلیلزاد

له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د زلمي خلیزاد لیدنه

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې پر ټولو خواو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړي او ویلي یې دي چې د جګړې له وجې بې ګناه افغانانو ته ډېر زيات زیانونه رسېدلي دي.

خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر خبرو وروسته د مې پر۲۰مه کابل ته ولاړ.

نوموړي په داسي حال کې د کابل سفر کړي چې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالي راغلي او دې پېښو د فبرورۍ په میاشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ کړې موافقه له ګواښونو سره مخامخ کړې ده.

خليلزاد په ټویټر پاڼه وویل چې د طالبانو مشرانو دې هوکړې ته خپله ژمنتیا څرګنده کړي.

او زیاتوي پر طالبانو یې ږغ کړی چې باید په تاوتریخوالي کې کموالی راشي.

د مې پر ۱۹مه په افغانستان کې په دوو جوماتونو کې په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي ول خو طالبانو له بريد انکار کړي وو.

يوه اونۍ وړاندې په کابل کې پر روغتون برید کې چې ۲۴ کسان په کې وژل شوي ول، او هم په هغه ورځ په ننګرهار کې په جنازه کې ځانمرګي برید لسګونه تنه مړه او ژوبل کړل.

په باجوړ کې یوې چاودنې یو تن وژلی دی

د باجوړ ضلعې په هلال خېلو کې یوې بمي چاودنې یو تن وژلی او یو بل ژوبل کړی دی.

د سیمې ډپټي کمشنر د دفتر لخوا مشال راډيو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي د مې پر ۲۱مه سهار په بمي چاودنه کې يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل شوی.

نوموی وايي، د سړک غاړې بمي چادونه کې د ذاکر الله نومې تن مړ او د هغه ورور سعيد الله زخمي شوی دى.

د دې پېښې په اړه تر اوسه چې څه نه دي ویلي.

صالح: طالبان له تاوتریخوالي او وژنو پرته په بل هېڅ چلند باور نه لري

امرالله صالح

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته سخت غبرګون ښودلی دی.

امرالله صالح نن چهارشنبه په خپل فیسبوک کې ولیکل چې طالبان له تاوتریخوالي او وژنو پرته په بل هېڅ چلند باور نه لري.

د طالبان مشر ملا هیبت الله نن چهارشنبه د کوچني اختر په مناسبت یوه پیغام کې چې د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپور شو، له خپلو وسله والو غوښتي چې خپل اهداف په لا جدیت تعقیب کړي، لیکي پیاوړي او اداري جوړښتونه لا منظم کړي.

د ملا هبت الله په اوږده اختریز پيغام کې د تاوتریخوالي د کمېدو، اوربند، سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه څه سپارښتنې او یادونه نه ده شوې.

هغه یواځې له امریکا سره د طالبانو د فبروري د ۲۹ تړون یاد کړی او له امریکا یې غوښتي چې په خپلو ژمنو ودرېږي.

د طالبانو مشر داسي مهال د دې ډلې پر اهدافو ټینګار کوي چې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او تمه ده د بین الافغاني خبرو په اړه له افغان مشرانو سره خبري وکړي.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG