د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۱۴ ښوونځي او ۳ روغتیایي کلینیکونه جوړیږي


د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د جاپان په مالي مرسته به دغلته بېلابېلو سيمو کې ۱۴ ښوونځي او درې روغتيايي کلينيکونه جوړږيږي.

مرستيال والي حنيف ګرديوال د دوشبې پر ورځ خبريالانو ته وويل چې پر دې کارونو به لس اعشاريه څلور ميليونه ډالر لګيږي چې ورسره به د زرګونو ماشومانو تعليمي او ګڼو سيمو روغتيايي ستونزې حل شي.

پرون (دوشنبه) په جلال اباد کې په همدې اړه جوړې شوې يوې غونډه کې قومي مشرانو چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د دې نوور پروژو لپاره به د امنيت په برخه کې ورسره پوره پوره مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG