د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعیش اسیايي هیوادونه هم ګواښلي دي


فایل فوټو
فایل فوټو

د اسلامي دولت ډله چې په عراق او سوریه کي فعالیت کوي، د مرکزي آسیا هیوادونو ته یي هم امنیتي ګواښونه مخامخ کړي. ازبکستان چې د خپل کورني امنیت په اړه زیات اندیښمن دی، غواړي د داعش پر ضد جګړه کي له روسیې سره همکاري وکړي.

په تاشکند کي د سیاسي چارو څیړونکی رفیق سیف الین وایي، ازبکستان د خپل کورني امنیت پر وړاندي د اسلامي دولت ډلې د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات کوي او امنیتي ځواکونه یي د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد له بیلا بیلو لارو کار اخلي.

د سیف الین په باور، ازبکستان دا ګواښ له پامه نه غورځوې او استخبارات یي په ډیر دقت کوټلې ګامونه پورته کوي تر څو داعش په دي هیواد کي د پښې ځاي پیدا نکړي. په دي اقداماتو کي له ځوانانو سره له نږدي کار کول هم شامل دي تر څو دا ډله ونشي کړاي په ځوانانو کي نفوذ وکړي.

د سیاسي چارو څیړونکي سیف الین زیاتوي، د ازبکستان یو شمیر اتباع په سوریه او عراق کي د اسلامي دولت د وسله والو په څنګ کي جنګیږي ، خو وطن ته په را ستنیدو سره سم به ونیول شي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کي د داعش د ظهور یا سر راپورته کولو راپورونه خپاره شول د مرکزي آسیا د نورو جمهوریتونو په څیر د ازبکستان چارواکو هم ددغې ډلې له خوا د خپل کورني امنیت پر وړاندي د ګواښونو د خطر زنګ وواهه.

د ازبکستان د ملي امنیت ادارې مشر بختیار شرفوف تیره میاشت ویلي و، د مرکزي آسیا دروازو ته د اسلامي دولت ډلې رسیدل داسي ښیې چې دا قوي ګواښ د ترورویستي حملو له خطر څخه هم زیات دی.

په افغانستان او مرکزي آسیا کی د داعش ګواښونو ته په کتو، روسیي چارواکو په ټینګه غوښتې چې دا ګواښ باید په سیمه کي د روسیې د پوځې حضور په زیاتیدو سره له منځه یوړل شي.

ازبکستان هم له روسیې نه غوښتې چې د اسلامي دولت ډلې د ګواښونو پر وړاندي دي له دوي سره مرسته وکړي. جمهور رئیس اسلام کریموف په تیر ډسمبر میاشت کي د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین څخه غوښتې وو چې د افراطیت د ګواښونو پر وړاندي جګړه کي دي له دوی سره مرسته وکړي.

اسلام کریموف پوتین ته دا هم ویلي، له عراق او سوریې نه افغانستان ته د داعش بیلا بیل استازي داخل شوي او له دي امله باید د مخنیوي اقدامات پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG