د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د ایران اټومي تړون مهم پرمختګ وباله


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو وویل، د اټومي پروګرام په اړه د جون پر ۳۰مه کېدونکي وروستي جامع تړون لپاره پر ((مهمو پیمانو یا چوکاټ)) سلا شوي دي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره د ایران اټومي پروګرام محدودولو تړون پر موضوع خبرې کړې دي.

سپینې ماڼۍ بېګا وویل اوباما په ټیليفوني خبرو کې نتنیاهو ته وویل، له ایران سره شوی تړون په دې اړه د یوه پایداره حل چې تر مخه به یې د اټومي وسلو تر لاسه کولو ټولې لارې چارې وتړل شي، لوري ته د مهم پرمختګ ښکارندويي کوي.

بیان وايي، اوباما دا هم وویل چې دا پرمختګ د ((ایران له خوا د ترهګرۍ ملاتړ او اسراییل ته د ورپېښو ګواښونو)) اندېښنې نه ختموي.

نتنیاهو ویلي، دی باور لري چې شوې موافقه به د ایران ډېر اټومي انفراسټرکچر (یا بنیادونه) روغ رمټ پرېږدي.

تر دې مخکې نوموړي پر ټولنیزې ووبپاڼې ټوېټر غوښتنه وکړه چې له ایران سره هر ډول تړون ((باید د هغه هېواد اټومي صلاحیتونه په واقعي توګه کړي.))

تر دې مخکې ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هېوادونو وویل، د اټومي پروګرام په اړه د جون پر ۳۰مه کېدونکي وروستي جامع تړون لپاره پر ((مهمو پیمانو یا چوکاټ)) سلا شوي دي.

د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو تګلارې مشرې فیدیریکا موګېریني تېر ماښام د سوېټزرلینډ په لوزان کې د خبري غونډې پر مهال ګډه اعلامیه ولوسته.

دې وویل، شوې موافقه د ایران اټومي پروګرام محدودولو او په بدل کې پر هغه هېواد د اقتصادي بندیزونو نرمولو په اړه د خبرو لپاره یو ((پرېکنده اقدام)) دی.

دې وویل، له راتلونکي تړون سره سم، له نورو اقداماتو سره سره به د ایران اورانیمو غني کولو صلاحیت کم کړل شي او د فردا اټومي بټۍ به د اټومي فیزیک په څېړنیز مرکز بدله کړل شي.

دې وویل، د توافق تر مخه، په ایران کې غني شوي اورانیم به له هغه هېواده و ایستل شي.

موګېریني زیاته کړه چې پر ایران د امریکا او اروپايي ټولنې لګېدلي بندیزونه به یوازې په هغه صورت کې ختم کړل شي چې ملګري ملتونه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په وسیله د دې پخلی وکړي چې ایران د جامع تړون پابندي کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، د جامع تړون په صورت کې به پر ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا د قراردادونو په نتیجه کې لګېدلي بندیزونه ختم کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG