د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې پر یوه کور تندر لوېدلی، شپږ تنه ژوبل


په کورمه ایجنسۍ کې پر یوه تندر له لوېدو د څلور ماشومانو په ګډون شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د ځايي پولیټیکل انتظامیې له مخې، دغه پېښه نن ګهیځ په بګن سیمه کې د عبدالرحمان نومي کس په کور کې رامنځ ته شوې ده.

پولیټیکل تحصیل دار محمد ریاض مشال راډیو ته وویل، چې په پېښه کې د کور درې کوټو ته هم سختزځیان رسېدلی دی.

ده دا هم وویل، په پیښه کې ټپیان ټول کسان د عبدالرحمان له کورنۍ سره تعلق لري.

ده وویل، ژوبل کسان يې د ټل رړغتون ته رسولي دي چې پکې د دوو حالت ښه نه دی.

د ده په خبره، په زخمیانو کې د یوې ښځې پرته د کور مشرعبدالرحمان په خپله هم شامل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG