د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف هوايي بمباریو په دویمه ورځ جنګي الوتکو د یمن په پایتخت صنعا او نورو سیمو کې د حوثي یاغیانو او د هغوی د متحدینو مورچلې بمبار کړي دي.
د پایتخت اوسیدونکو لویدیځو رسنیو ته ویلي دي چې د جمهوري ریاست پر ماڼۍ هم بمبارۍ شوي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ماریب Marib په سیمه کې د تیلو تاسیسات او عناد Anad په سیمه کې پر هوايي ډګر هم بمباري شوې ده.
د یمن یوې خبرې ویب پاڼې راپور ورکړی د صعده په ولایت کې د سعودي پولې ته نژدې هغه سیمې هم بمبار شوې چې حوثي یاغیان په کې ډیر نفوذ لري.
چارواکو ویلي، د تیرو دوو ورځو په بریدونو کې نهه دیرش کسان وژل شوي.