د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا د کریکټ نړیوال جام دفاعي اتل هند مات کړ


د نړیوال جام دفاعي اتل هند ټوله لوبډله د اسټراليا د ۳۲۸ منډو په ځواب کې په ۴۷م اوور کې په ۲۳۳ منډو مات شو، او لوبه بې وبایلله.

د ۲۰۱۵م کال د کریکټ نړیوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې اسټراليا د هند لوبډلې ته په ۹۵ منډو ماتې ورکړه، او له نيوزي لېنډ سره به د مارچ میاشتې پر ۲۹مه نېټه پایلوبه کوي.

د اسټريليا په سډني کریکټ میدان کې د نیمه پایلوبه پچه اسټراليا وګټله او د هند پر وړاندې یې لومړی د بېټنیگ پرېکړه وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۳۲۹ منډو موخه وټاکله.

د نړیوال جام دفاعي اتل هند ټوله لوبډله د اسټراليا د ۳۲۸ منډو په ځواب کې په ۴۷م اوور کې په ۲۳۳ منډو مات شو، او لوبه بې وبایلله.

د هند لخوا په بېټنیگ کې يواځې د ټيم کپتان اېم اېس دهوني زياتې منډې جوړې کړې او په ۶۵ بالونو د ۶۵ منډو له جوړولو سره وسوځېدلو.

پاتې نورو لوبغاړو کې شېکردهون ۴۵، اجينکياراني ۴۴، او روهیت شرما ۳۴ منډې جوړې کړې، جدېجا په ۱۶، سرېش راینا په اوو، اشون په پینځو، کوهلي او شمي په یو، یواو مهېت شرما او امېد شرما په صفر، صفر اوټ شول.

د اسټراليا په بالرانو کې جېمزفالکنر درې، جانسن او سټارک دوه، دوهاو جوش هيزليوو یوویکېټ واخيستو.

تر دې وړاندې د سټراليا په بيټنگ کې سټيو سمت ۱۰۵ منډې او ارون فينچ ۸۱ رنزونه جوړ کړي ؤ .

او په نورو لوبغاړو کې واټسن ۲۸، جانسن ۲۷، مېگزول ۲۳، فالکنر۲۱، وارنر ۱۲، کلارک ۱۰ او هېډن ۷ منډې جوړې کړې.

د هند امېش يدوا ۴، مهېت شرما ۲ او اشون يو لوبغاړی وسوځولو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG